کورپاڼه / خبرونه / واو، د حشمت الله شهيدي غبرګه سليزه، افغانستان ٥٤٥ منډې وکړې
حشمت الله شهيدي

واو، د حشمت الله شهيدي غبرګه سليزه، افغانستان ٥٤٥ منډې وکړې

د افغانستان له خوا په ټېسټ لوبو کې حشمت الله شهيدي لومړنى توپوهونکى شو، چې غبرګه سليزه يې ووهله او افغانستان په ٥٤٥ منډو خپله پاڼۍ ختمه کړه.

دا لوبه چې پرون پيل شوې وه، افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه، چې دوه ورځې توپوهنه يې ترسره کړه او نن يې خپله پاڼۍ ختمه کړه.

د افغانستان لپاره حشمت الله شهيدي ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او لومړنى افغان شو چې په ټېسټ لوبو کې يې دا کارنامه وکړه، همدا راز اصغر افغان بيا ١٦٤ منډې وکړې، چې دا يې په ټېسټ لوبو کې تر ټولو زياتې منډې دي.

له دوى پرته ابراهيم ځدراڼ ٧٢ او ناصر جمال ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلير يا ختمه کړه، تر څو زمبابوې خپله لومړنۍ پاڼۍ پيل کړي.

د زمبابوې له خوا ويکټور نياوچي، سکندر رضا او ريان برل ١-١ ويکټ واخيستې.

تر دې مهاله پورې زمبابوې په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ٥٠ منډې کړې دي، خو کوم لوبغاړى يې نه دى سوځېدلى، پرينس ماسويري ٢٩ ناسوځېدلې او کيوين کسوزا ١٤ ناسوځېدلې منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …