د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو پاتې ٢٠ لوبې به د جون په مياشت کې ترسره کړي.
د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ تېره اونۍ د کورونا پېښو له امله د نامعلومه وخت پورې ځنډول شوې وې، خو اوس د پاتې لوبو ترسره کولو وخت اعلان شو.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د پي ايس ايل شپږم پړاو پاتې لوبې به د روان کال د جون په مياشت کې په کراچۍ کې ترسره شي.
مخکې داسې پلان شوى و، چې د پي ايس ايل نيمايي لوبې، چې پکې نيمه پايلوبې او پايلوبه هم شامله وه، په لاهور کې به ترسره کېږي، خو اوس ټولې لوبې په کراچۍ کې د کولو اعلان شوى دى.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ مسوولينو د ٦ واړه لوبډلو د مسوولينو سره انلاين ناسته کړې ده او په هغې کې دا پرېکړه شوې ده.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ ١٤ لوبې ترسره شوې وې، خو کله چې يو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شو، نو دا لوبې وځنډول شوې. سږکال د پاکستان سوپر ليګ کې راشد خان، محمد نبي، قېس احمد، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمان او وقار سلامخېل هم لوبېدل.