کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي: ايون مورګن وړتيا لري چې نړيوال شل اوريز جام کې انګلستان بريالى کړي
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: ايون مورګن وړتيا لري چې نړيوال شل اوريز جام کې انګلستان بريالى کړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې د هند پر ځاى انګلستان د خوښې لوبډله اعلان کړې ده او وايي چې دا وړتيا لري چې اتلولي خپله کړي.

سبا، يعنې د جمعې په ورځ د انګلستان او هند ترمنځ د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کېږي، نن د همدې لوبو په تړاو يوه خبري ناسته کې ويراټ کوهلي وويل چې نړيوال جام کې انګلستان غوره لوبډله ده او نورې لوبډلې ورسره بايد احتياط وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه کاله مخکې د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام کې اتلولي خپلونکى ايون مورګن د دې وړتيا لري چې په نړيوال شل اوريز جام کې هم اتلولي خپله کړي، دا د نړۍ غوره لوبډله ده او ټول پام يې هم نړيوال جام ته دى، نو که کومه لوبډله ده چې بايد ماتې ورکړل شي، هغه انګلستان ده.

ويراټ کوهلي په خپلو خبرو کې وويل، چې د انګلستان پر وړاندې ټولو لوبډلو ته پکار دي چې له احتياط څخه کار واخلي، نور کپتانان به هم زما دا خبره حتماً تاييد کړي.

د يادولو وړ ده چې هند او انګلستان د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړه، چې هند پکې په ٣-١ سره بريا خپله کړه او له دې سره يې د اى سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ پايلوبې ته هم لار پېدا کړه.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …