دوریان یو ډول مېوه ده چې غټوالی یې د هندواڼې هومره، بهرنی پوستکی یې کلک او ډېره بدبویه مېوه چې بوی یې د خرابو شوو پیازو په څېر دی او په زړه پورې یې دا چې ځینې کسان دا بوی خوښوي او ځینې یې بیا نه خوښوي.
ددې مېوې پوستکی لېرې کېږي او دننه برخه یې ژېړ یا سپینه یاهم سره او شنه وي، دا مېوه په مالیزیا، اندونیزیا، تایلینډ او په جنوب خیتیځه اسیا کې موندل کېږي او د بدبویۍ په سبب یې په ځینو هیوادونو کې په عامو ځایونو کې یې پر خوراک بندیز لګېدلی، چې سینګاپور او تایلینډ یې په سر کې دي، خو که چېرته یې غذایي توکو ته وکتل شي نو د نورو ټولو مېوو څخه ډېر غذایي توکي لري.
دوریان پخپل جوړښت کې کالوري، وازده، کاربوهایډریټ، فایبر، پروټین، ویټامین سي، تامین، مینګنیز، ویټامین بي ۶، پوتاشیم، رایبوفلوین، کاپر، فولیټ، میګنیزیم او نیاسین.
ویل کېږي چې دوریان د سرطان خطر کموي، د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي، د کلیسټرول کچه کموي، شریانونو ته پیاوړتیا ورکوي او ایتروسکلروسیس خطر کموي. دغه راز د میکروبونو مخه نیسي او د لوړ فشار په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.