کورپاڼه / جالب / په روسیه کې یوه میرمن د الوتنې پرمهال د شرمناک کار په ترسره کولو سره تړل شوې

په روسیه کې یوه میرمن د الوتنې پرمهال د شرمناک کار په ترسره کولو سره تړل شوې

پر ټولنیزو رسنیو د یوې میرمنې عکس چې الوتکه کې ناسته ده، په تېزۍ سره لاس په لاس کېږي، په دې عکس کې لېدل کېږي چې میرمن پر څوک باندې په رسۍ یا پړي تړل شوې، خو پوښتنه داده چې له دې میرمنې سره دا ډول سلوک چا کړی دی؟

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغې میرمنې په روسیه کې دننه سفر کاوه او کله یې چې د سفر پرمهال څو ځله د جامو ایستلو او د ځان د بربنډولو هڅه وکړه، نو د الوتکې کارمندانو له ډېرو هڅو وروسته چې نور یې هیڅ چاره نه درلوده، په پړي یا رسۍ سره وتړله.

راپور وایي چې دغه الوتکه د روسیې د ولادي وستوک څخه الوتې وه او له الوتنې پنځلس دقیقې وروسته نهه دیرش کلنې میرمنې دغه شرمناک حرکت پیل کړ.

ویل کېږي چې د الوتنې پرمهال میرمن په الوتکه کې ګرځېدله، چې کاروونکو ورته د ناستې وویل، چې بیا میرمنې ورسره په جنګ شوه او د جامو د ایستلو هڅه یې وکړه او کله چې الوتکه د سایبیریا په نووسیبیرسک کې کېناسته نو ښځه یې پولیسو ته حواله وکړه.

دا هم ولولئ

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو …