د بالیووډ مشهورې اداکارې یا هنرمندې ودیا بالان د کامیاب واده راز څرګند کړ او و یې ویل چې په واده شوي ژوند کې د احساساتو شتون اړین وي.
ودیا بالان په ۲۰۱۲ کال د فلم جوړونکې سدهارت رای کپور سره واده کړی. نوموړې د واده د بریالیتوب په اړه وایي چې، دا ډېره آسانه ده چې یو څوک دې خپل خاوند/میرمن داسې وګڼي چې همدا یې په نصیب کې و، خو دا خبره غلطه ده.
نوموړی وایي چې که چېرته یو څوک خپله میرمن یا خاوند دا ډول وګڼي، نو ترمنځ به یې مینه کمه وي او د واده د کامیابۍ دارومدار په همدې فکر پورې اړه لري او باید ترې ډډه وشي.
ودیا بالان زیاتوي، چې په واده کړي ژوند کې باید ډېر څه ترسره شي او دا خبره هم مني چې له یو داسې شخص سره دې واده ونه شي چې یوځای درسره لوی شوی نه وي.
ودیا بالان مخکې وایي، چې دا به آسانه وي چې تاسې یو شخص داسې وګڼئ چې ځه همدا مې په نصیب شو، خو دا خبرې کار نه ورکوي او په همدې سبب احساسات ختمېږي.