کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شپېته (۶۰) کلن شخص د دویم واده لپاره د اجازې په نه ترلاسه کولو د بریښنا پایې ته ختلی

په هند کې یو شپېته (۶۰) کلن شخص د دویم واده لپاره د اجازې په نه ترلاسه کولو د بریښنا پایې ته ختلی

د هند د راجستان ایالت د ختیځې سیمې اوسېدونکې شپېته (۶۰) کلن شخص د دویم لپاره د اجازې په نه ترلاسه کولو د بریښنا پایې ته ختلی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه شپېته کلن شخص سوبران سنګ نومېږي او د راجستان د دولپور د ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې واده یې هم کړی او د پنځو بچیانو پلار دی، دغه راز لمسي او کړوسي هم شته دی، خو په دې وروستیو کې یې د دویم واده اراده وکړه او په دې اړه بچیان سره د خبرو کولو هڅه هم کړې، خو هغوی ورسره نه ده منلې، چې بیا سوبران سنګ ورته ویلي ول چې ځانته به زیان ورسوي.

نوموړي وروسته له هغې چې کورنۍ یې ورسره د دویم واده خبره ونه منله، نو تېره یکشنبه د یوولس زره میګا واټو د بریښنا پایې ته وخوت، کله یې چې اولادونه خبر شول نو سخت وویرېدل او د ګاونډیانو په مرسته یې د سوبران د راښکته کولو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول، چې بیا وروسته پولیس هم ور ورسېدل.

سوبران د پایې له سر څخه خپلې کورنۍ ته اخطارونه ورکول او ویل یې که چېرته ورته د دویم واده اجازه ور نه کړي، خو ځان به ووژني. له یو ساعت وروسته هلته موجود ځان پایې ته ور وخوت او سوبران سنګ یې پوه کړ، چې راښکته شه او چې له هر چاسره یې زړه غواړي واده دې وکړي او له راښکته کېدو وروسته یې معلومه شوه چې اړوند کارکوونکو بریښنا پرې کړې وه. راپور زیاتوي چې سوبران سنګ درې زامن لري او میرمن یې څلور کاله دمخه مړه شوې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …