کورپاڼه / بېلا بېل / په سعودي عربستان کې ۱۲۶۲ کاله پخواني دینار موندل شوی او لا اله الا الله وحده لا شریک له پرې لیکل شوي

په سعودي عربستان کې ۱۲۶۲ کاله پخواني دینار موندل شوی او لا اله الا الله وحده لا شریک له پرې لیکل شوي

په سعودي عربستان کې ۱۲۶۲ کاله پخواني دینار موندل شوي، ویل کېږي چې دغه دینار د لرغونپوهانو له لوري د فید په ښار کې د کېندنو پرمهال موندل شوي، چې د عباسي خلیفه هارون الرشید د زمانې د سرو زرو دینار ګڼل شوي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې په دینارو یې ۱۸۰ هـ تاریخ لیکل شوی او څلور ګرامه وزن لري. په دې اړه د حایل پوهنتون د هنر او ادبیاتو د پوهنځي استاد ډاکتر محمد الشهري وایي، چې د کېندنو پرمهال د فید د ښار په التنانیر سیمه کې د ۱۸۰ هـ کال دینار موندل شوي او د سکې په یو اړخ په کوفي رسم الخط (لا اله الا الله وحده لا شریک له) لیکل شوي او په بل اړخ یې د قران کریم ایت (هو الذي ارسل رسوله بالهدى ودين الحق ليظهره على الدين كله) الفاظ کېندل شوي.

ډاکتر الشهري وایي چې دغه دینار یې له یو داسې ځای څخه ترلاسه کړي، چې خلک یې په اړه وایي چې دا په پخوانیو زمانو کې بازار و او بغداد او حجاز ترمنځ لاره وه.

د تاریخي اثارو د څانګې مشر عبدالله عمران وایي، چې د سکې پر یو مخ محمد رسول الله هم لیکل شوی او له هرې کرښې ښکته جغفر لیکل شوی چې موخه ترې د هارون الرشید وزیر جعفر بن یحیی برمکی کېدلی شي، دغه د سکې په بهرنۍ برخه بسم الله او د نیټه یې ۱۸۰ هـ کال لیکل شوې.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …