کورپاڼه / اسلام / پنځمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

پنځمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

  • قران کریم په یادو زده کول: حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، د قران حافظ چې کله جنت ته داخل شي نو ورته وبه ویل شي، چې قران تلاوت کوه او درجې ترلاسه کوه او د هر ایت په بدل کې به یوه درجه ترلاسه کوي تر دې چې اخري ایت ته به ورسېږي کوم یې چې زده وي او هماغه به یې ځای وي.

  • ډېر ډېر سلام اچول: حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې ای خلکو سلام خپور کړئ، په خلکو ډوډۍ وخورئ او کله چې نور خلک ویده وي نو لمونځ یا تهجد وکړئ او په سلامتۍ سره جنت ته داخل شئ.

  • د ناروغ پوښتنه کول: حضرت ثوبان رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه څوک چې د ناروغ پوښتنې ته تللی وي تر هغې چې بېرته نه وي ګرځېدلی نو په جنت کې به وي.

  • د الله تعالی د رضا لپاره د علم زده کړه: حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه څوک چې د علم د ترلاسه کولو لپاره سفر کوي، الله تعالی به ورته د جنت لاره آسانه کړي.

  • د اوداسه وروسته د شهادت کلمه لوستل: حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، تاسو کې چې چا په ښه ډول اودس وکړ او بیا یې وویل: اَشْھَدُ اَنْ لاَّ اِلٰهِ الاَّ اللّٰهُ وَحْدَہ لَاشَرِیْکَ لَه وَاَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُہ وَرَسُوْلُه) نو د داسې شخص لپاره د جنت اته واړه دروازې پرانیستي وي او په کومه یې زړه غواړي داخل دې شي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …