کورپاڼه / جالب / په هند کې د سرو زرو حشرې موندل شوي+ویډیو

په هند کې د سرو زرو حشرې موندل شوي+ویډیو

هره ورځ پر انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو نوې او په زړه پورې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي او د لېدونکو د حیرانۍ سبب کېږي، چې په همدې لړ کې د هندوستان د ځنګلونو وزارت افسر سشانتا نندا په ټولنیزه رسنۍ ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې طلایي رنګه حشرې ور پکې لیدل کېږي.

پر ټویټر د خپرې شوې دې ویډیو چې اوولس ثانیې ده، پکې لیدل کېږي چې د یوه شخص په لاس کې د سرو زرو په څېر ځلېدونکي ژوندۍ حشرې دي او د پنجو په مرستې سره حرکت کوي.

نوموړي لیکلي، چې له جنوب ختیځې اسیا څخه طلایي رنګه حشرې موندل شوي دی. د ویډیو په لېدلو د ټویټر کاروونکو د حیرانۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې دغه حشره بالکل د سرو زرو په څېر ده.

ویل کېږي چې دغه ډول حشرو ته په انګلیسۍ کې کریسومیلیډي او علمي نوم یې چارډوټیلاسیکس دی او په پاڼو کې ژوند کوي او د طلایي او ځلېدونکي رنګ په سبب ورته په ډېرو سیمو کې د سرو زرو حشرې وایي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …