د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر انضمام الحق په نټ کې د هغه توپ اچونې له کتلو وروسته د افغانستان يو ورځنيو لوبو لپاره غوره کړى و.
راشد خان چې په نړيوالو شل اوريزو، نړيوالو يو ورځنيو او ټېسټ لوبو کې د افغانستان مخکښ توپ اچونکى او تر څنګ يې د اړتيا پر مهال توپوهونکى هم دى، د کرکټ مشهورې وېبپاڼې کريک انفو سره خبرې کړې دي او يو ورځنۍ لوبډلې ته د انتخابېدو په اړه غږېدلى دى.
نوموړى وايي، هغه مهال چې افغانستان د زمبابوې په سفر تللى و، نو هغه يوازې د شل اوريزو لوبډلې لپاره غوره شوى و، د يو ورځنيو لوبو لپاره لوبغاړي مخکې تللي و او هغه په کابل کې تمرينات کول.
راشد خان وايي: ((هلته انضمام الحق ټيم ته ويلي و چې په افغانستان کې يو ليګ سپينر هم نشته؟ ليګ سپينر خو پکار دى.)) د هغه په وېنا: ((زه نه پوهېږم چې چا انضمام الحق ته ويلي و، خو ورته ويلي يې و، چې يو ليګ سپينر شته، خو هغه د شل اوريزو لوبو توپ اچونکى دى، ځکه چې ډېر چټک توپ اچونه کوي او په يو ورځنيو لوبو کې نه شي لوبېداى.))
هغه ته انضمام الحق په ځواب کې ويلي و، چې زمبابوې ته يې راوغواړئ، که هغه ښه نه و نو يوازې شل اوريزو کې به يې ولوبوو، خو که ښه و نو يو ورځنيو لوبو کې به هم ولوبېږي.
راشد خان د خپلې لومړي بهرني سفر په اړه وايي، چې د شپې ماته زنګ راغى او راته وويل شول چې سبا ځان تيار ساته چې د يو ورځنيو لوبو لپاره زمبابوې ته ځې.
راشد خان وايي، زه ډېر خوشحاله وم او ما پرېکړه کړې وه، چې اوس به نه يوازې شل اوريزې، بلکې يو ورځنيو لوبو کې هم لوبېږم. نوموړى وايي، چې په دومره کم عمر کې د يو ورځنيو لوبو لوبول زما ارمان و.
نوموړى د زمبابوې د سفر په اړه وايي، زمبابوې ته له رسېدو وروسته زما فکر دا و چې زه به په لوبه کې ولوبېږم، خو ماښام په ميټنګ کې راته انضمام الحق وويل، چې ته سباني مېچ کې نه لوبېږې.
هغه وايي، ما ورته وويلچې سمه ده، انضمام الحق راته وويل چې زه به لومړى ستا توپ اچونه ګورم او له هغه وروسته به ستا په اړه پرېکړه کوم.
راشد خان د انضمام الحق د دغه خبرې په اړه وايي، چې ما وويل سمه ده، يعنې زما يوه ازموينه اوس هم پاتې ده.
نوموړى وايي، هغه لومړنۍ لوبه کې موږ ماتې وخوړه، د هغې په سبا ورځ د تمريناتو پر مهال انضمام الحق په خپله پېډونه واچول او راته يې وويل، چې زه په خپله ستا توپ اچونې ته درېږم.
راشد خان د انضمام الحق په اړه وايي، چې تاسې ته خو معلومات شته چې د هغه کټ شاټ ډېر ښه دى او زما لومړني دواړه توپوهنه هغه په همدغه ډول ولوبول.
نوموړى وايي، له هغه وروسته ما فکر وکړه، چې په همدې لين زه هغه ته ګوګلي توپ وکړم، ځکه د تمريناتو په دغه پچونو باندې توپ ډېر بريک کېده.
د راشد خان په وېنا، ما انضمام الحق ته ګوګلي توپ وکړ او هغه نېغ لاړ د هغه په پېډ باندې ولګېده، له هغه وروسته انضمام له نټ څخه بهر راغى او ماته يې وويل، چې ته د سباني مېچ لپاره ځان تيار ساته، ته د ټيم برخه يې.