کورپاڼه / ليکنې / د ماشوم شخصیت به څنګه پېژنو؟ لارې چارې یې دلته ولولئ

د ماشوم شخصیت به څنګه پېژنو؟ لارې چارې یې دلته ولولئ

ماشومتوب که څه هم د ناپوهۍ عمر ګڼل کېږي، خو که چېرته ځیر شو نو پوهېدلی شو چې دغه عمر زموږ پر شخصیت څومره اغېز کوي او د هر انسان شخصیت په ماشومتوب کې تشکیل مومي، نو ځکه خو د یو ماشوم په تحلیلولو سره معلومولی شو چې دغه ماشوم به د عمر په ډېرېدو د څه ډول شخصیت خاوند وي.

که چېرته غواړئ چې د ماشوم شخصیت مو تحلیل کړئ، نو له لرګي څخه جوړه شوې لانځکه ورته د مېز پرمخ کېږي، که لانځکه هر ډول شکل ولري لکه حیوان، پیشو، آس او نور. د سیدتي ورځپاڼې د خپرې شوې څېړنې له مخې لانځکه ماشوم ځانته متوجې کوي او د استعمال یاهم د ختا کولو په ذریعه د ماشوم د شخصیت په اړه تحلیل کولی شو.

څېړنه وایي که چېرته لانځکه یا د لوبو شی ماشوم حیران کړي، نو لوبه ورسره کوي او په اړه یې د خپلو غوښتنو او تجربو څرګندونه کوي او له لانځلې سره ځانګړی سلوک کول لکه ویښتان کشول، لانځکه ژړول او نور مختلفې رویې په ګوته کوي. د ماشوم د پېژندلو لپاره یې په چاپیریال فکر وکړئ چې د ماشوم پر شاوخوا څه پېښېږي، ددې یو سبب دا هم کیدلی شي چې د ماشوم کورنۍ ستونزه ولري او ماشوم ته متوجې نه وي.

ماشوم خپله وېره څرګندوي:

څېړنې وایي ماشوم چې په لوبو کې د خپل ځان لپاره کوم کردار غوره کړو، په حقیقت کې همدا یې د خوبونو او خیالونو عکاسي کوي، یعنې که چېرته ماشوم له لانځکې سره د ډاکتر په ډول خبرې کوي مو مطلب ترې دا وي چې دغه ماشوم ډاکتر جوړېدل غواړي.

خپل احساسات څرګندوي:

ماشوم خپل احساسات د لوبو په ذریعه څرګندوي، ځینې لانځکو باندې رحم کوي، ځینې سره مستي کوي او ځینې بیا وهي، ماشوم ولې داسې سلوک کوي؟ ځکه چې ماشوم له داسې احساساتو څخه تېرېږي چې دا هر څه ور زده کوي نو که ماشوم یوه لانځکه وهله نو باید ورته وویل چې رویه دې ورسره بدله کړي. دغه راز د ماشوم پر احساساتو د پوهېدلو لپاره ترټولو غوره لاره داده چې د ماشوم رسم شوی تصویر وکتل شي، که چېرته ماشوم یو داسې تصویر جوړ کړی وي چې مور یې کار کوي، نو مطلب ترې دا وي چې توجه ورته نه کېږي یاهم داسې تصویر جوړوي چې مور یې په غېږ کې نېولی وي، خو که چېرته ماشوم شرمندونکي وي نو د لمر د لوېدو تصویر رسموي او په همدې ډول د خپلو احساساتو څرګندونه کوي.

دا هم ولولئ

د نېکۍ پایله پرته له نیکۍ نور څه کېدلی شي

انسان چې په ژوند کې هر کار کوي، هغه که ښه وي یا خراب، هغه …