کورپاڼه / ليکنې / هغه کسان چې مصروفه ژوند لري، د ځان د ښه ساتلو لپاره باید څه وکړي؟

هغه کسان چې مصروفه ژوند لري، د ځان د ښه ساتلو لپاره باید څه وکړي؟

موږ ټول پخپل ژوند کې دومره مصروفه یو چې د خپلې بدني روغتیا د ساتنې لپاره هم وخت نه شو موندلی، دا خبره خو ډېره آسانه ده چې د خپل ځان د ښه او صحت ساتلو لپاره به سر له سبا ورزش یا قدم وهنه کوو، خو د ټولې ورځې د مصروفیاتو په سبب مو بیا داسې فعالیتونه ته نه فکر کېږي او ټول پلانونه رانه ځای پرځای پاتې کېږي، نو راځئ چې شپږ داسې لارې چارې ولولو چې په مصروفه ژوند کې هم خپل ځانته پاملرنه کولی شو.

اراده کول:

له هر څه وړاندې یاهم له یوه کار څخه باید دمخه ورته اراده کول اړین وي، نو کله چې هم یو کار ترسره کوئ نو لومړی باید کلکه اراده ولرئ.

ځواب ویوونکې اوسئ:

دا باید په ځان لازمه وګڼئ چې ځینو نږدې ملګرو ته د خپلو ارادو په اړه ووایئ، د نږدې ملګرو خبرول ځکه اړین وي ترڅو ستاسې ملاتړ وکړي.

د خپلو عکسونه ریکارډ وساتئ:

پخپل ځان کې بدلون لېدل یوه هڅوونکې کړنه ده او دا همت درکوي چې تاسې پخپل دریځ عمل کوونکي یئ، خپل تصویرونه له ځان سره وساتئ، خپل بدلون به در ښکاره شي او ورزش کولو ته به لومړیتوب ورکړئ.

له کوچنیو قدمونو پیل وکړئ:

کله چې ورزش پیلوئ نو اړینه نه ده چې تاسې پخپل ځان فشار راوړئ او ډېر ورزش وکړئ، بلکې لومړی لږ ورزش وکړئ او له لږه قدم وهنه وکړئ.

له هیڅ کولو څخه یو څه کول غوره دي:

د ورزش استادان په دې فکر دي چې له هیڅ کولو څخه یو څه کول غوره وي او په دې ډول به له ناکامۍ او وېرې څخه ژغورل شوي وئ.

په ډېر فکر سره ورزش انتخاب کړئ:

د خپل ځان لپاره په ډېر فکر سره ورزش یا سپورټ انتخاب کړئ، چې خوند هم ترې واخلئ او موخه مو هم ترلاسه کړي وي

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې د خلکو ورتګ منع دى

د نړۍ هغه ٨ ځايونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري

نن سبا په ټوله نړۍ کې د ټرانسپورټ يا تګ راتګ سيسټم دومره اسانه شوى …