کورپاڼه / خبرونه / ميتالي راج د هند لومړنۍ ښځينه کرکټره شوه چې ١٠ زره منډې يې پوره کړې
ميتالي راج

ميتالي راج د هند لومړنۍ ښځينه کرکټره شوه چې ١٠ زره منډې يې پوره کړې

د هند د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرې او د ټاپ ارډر توپوهونکې ميتالي راج نن د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې پر وړاندې په نړيوالو سياليو کې د ١٠ زره منډو هدف پوره کړ.

نوموړې په دې سره د هند لومړنۍ ښځينه توپوهونکې شوه، چې په نړيوالو سياليو کې يې ١٠ زره منډې وکړې.

ميتالي راج نن د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې پر وړاندې په دريمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې ٣٦ منډې وکړې، چې په دې سره يې دا ستر هدف پوره کړ.

٣٨ کلنې ميتالي راج د هند لپاره ١٠ ټېسټ، ٢١٢ نړيوالې يو ورځنۍ او ٨٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٨ سليزې او ٥٨ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

هغې په ټېسټ لوبو کې ٦٦٣ منډې کړې دي چې اوسط يې ٥١.٠٠ دى او ٢١٤ يې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې هم ترلاسه کړي دي. همدا راز په ٢١٢ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ٦٩٧٤ منډې کړې دي، چې اوسط يې ٥٠.٦٣ دى او په يوه لوبه کې يې ١٢٥ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي.

ميتالي راج بيا د هند لپاره ٨٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې يې د ٣٧.٥٢ په اوسط سره ٢٣٦٤ منډې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې ٩٧ ناسوځېدلې زياتې منډې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …