ادرک چې یو له غوره غذایي توکو له جملې څخه دي، د انسان د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري او د بې شمېره ناروغیو طبیعي درملنه کوي، خو ګڼ شمېر خلک یې له ګټو ناخبره دي. روغتیایي کارپوهان وایي چې ادرک په ډېره اندازه فایبر، ویټامینونه او په طبیعي ډول انټي بیوټیک لري، چې استعمالول یې د میکروبونو مخنیوی کوي او د موسمي ناروغیو لپاره ګټور وي. ادرک چې تروش او غوره خوند لري، د سلاد په ډول سره هم استعمالېږي، چې ځینې ګټې به یې په لاندې ډول سره ولولو:
د ادرکو له چایو څخه ترلاسه کېدونکې ګټې:
ویل کېږي چې د ورځې پیل د ادرکو په چایو سره وکړو نو ټوله ورځ به مو ښه وي او تازه به یو، د ادرکو چای په هر یو موسم کې د استعمال وړ وي او د موسم په بدلون سره د میکروبونو او ناروغیو مخنیوی کوي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
د سر درد درملنه:
نیم سری یا میګرین د سر درد یو خطرناک ډول دی، چې د درملو استعمال هم ورته اغېزمن نه تمامېږي، خو که چېرته د ادرکو چای استعمال شي نو دغه درد ته آرام ور په برخه کولی شي.
د هضم لپاره:
د ادرکو چای د هضم لپاره ډېر زیات ګټور وي، نو د غرمې او شپې له ډوډۍ وروسته د ادرکو چای استعمال کړئ او د خېټې له پړسوب، بدهضمۍ او له تېزابیت ځان وژغورئ.
د بندونو د درد لپاره اغېزمن وي:
د بندونو د درد لپاره د ادرکو استعمال ګټور وي، ادرک د انټي انفلامینټري ځانګړتیا لري، چې د همدې ځانګړتیا په سبب له سوخت او درد څخه مخنیوی کوي او له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي.
د شکر لپاره ګټور وي:
د چرګ د غوښې، سرو کړو خوړو، خوږو توکو او مشروباتو په سبب د شکر خطر ډېرېږي، خو د ادرکو استعمال د شکر مخه نیسي، خو د ادرکو د چایو له استعمال سره باید هره اوونۍ له ډاکتر سره مشوره وشي.
ادرک به څه ډول استعمالوو؟
ادرک له چایو سربېره په سابو یا سبزیجاتو، سره غوښه یا د غوایي غوښه، دال او سوپ کې هم استعمالېږي، دغه راز ادرک له هغه شېدو سره هم د استعمال وړ دي، چې په ورځني ژوند کې یې څښو او په ساده اوبو کې د قهوې په جوړولو یې هم ورڅخه ګټه اخیستلی شو.