کورپاڼه / هنر او کلتور / د کيسټونو مخترع لو اوټينز مړ شو
لوو اوټينز

د کيسټونو مخترع لو اوټينز مړ شو

هغه سړۍ چې دوه ځل يې د موسيقۍ په نړۍ کې انقلاب راوستى و، د هالينډ لوو اوټينز و چې د ٩٤ کلونو په عمر کې تېره اونۍ مړ شو.

د هالينډ دې اوسېدونکي انجنير نه يوازې دا چې د ټېپ کيسټ اختراع کړې وه، بلکې د سي ډي کيسټ په جوړولو کې هم د هغه کردار ډېر مهم و.

لوو اوټينز په ١٩٢٦ کال کې زېږېدلى و، چې د جرمني له خوا د هالينډ نيولو وروسته يې په ځوانۍ کې يوه داسې راډيو جوړه کړې وه، چې د نازي پوځيانو پر ضد يې ډېره ګټه ورکوله.

له جنګ وروسته هغه په انجنيرۍ کې زده کړې ترلاسه کړې او په بيلجيم کې يې په فليپس شرکت کې کار پيل کړ. هلته نومړوى د پخوانيو اوږدو ريلونو ټيپ ريکارډونو څخه په تنګ شو او کيسټونه يې اختراع کړل.

وروسته لوو اوټينز بيا په ١٩٨٠ کلونو کې د فليپس او سوني سره ګډه د ١٢ سينتي متره سي ډي نړۍ ته وړاندې کړه، چې دې د موسيقۍ او فلمونو په نړۍ کې ستر انقلاب راوست.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …