د هندوستان مشهور او نوموتی اداکار یا هنرمند عامر خان وایي، چې په چین کې ورڅخه ژباړن تښتېدلي و، چې بیا ورسره جیکي چن مرسته وکړه او د ژباړې دنده یا مسولیت یې په غاړه واخیست.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، کله چې په ۲۰۱۵ کال عامر خان د (پي کی) فلم لپاره چین ته لاړ، نو هلته یې د هالیووډ فلمي ستوري جیکي چن سره لېدنه وشوه، چې خپله عامر خان هم دغه لېدنه ډېره یادګاري لېدنه ګڼلې ده.
په یوه پخوانۍ انټروۍ کې عامر خان ویلي ول، چې په چین کې یې په یوه غونډه کې له جیکي چن سره لېدنه وشوه، چې ډېره خوندوره او په زړه پورې وه. عامر خان زیاتوي چې د لېدنې ترټولو په زړه پورې خبره دا وه چې ژباړن یې ورڅخه تښتېدلی و، چې له هغې وروسته جیکي چن یې ژباړن شو او د ټولو خلکو خبرې به یې ورته ژباړلې او پوهوو به یې.
عامر خان وایي، چې له دې وروسته بیا جیکي چن ورته بلنه ورکړه، چې بیا دواړو یو ډېر ښه ماښام تېر کړ او د خپلو فلمونو په اړه یې هم سره خبرې اترې وکړې.