کورپاڼه / خبرونه / دويمه ټېسټ لوبه؛ د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان ريکارډونه
اصغر افغان او حشمت الله شهيدي

دويمه ټېسټ لوبه؛ د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان ريکارډونه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په دويمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او يو شمېر ريکارډونه يې هم جوړ کړل.

په دغه لوبه کې حشمت الله شهيدي د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو، چې غبرګه سليزه يې ووهله، هغه ٢٠٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

همدا راز اصغر افغان بيا په ټېسټ لوبو کې خپلې زياتې منډې ترلاسه کړې، چې ١٦٤ وې، نوموړى د افغانستان دويم توپوهونکى شو چې ټېسټ لوبو کې يې سليزه ووهله.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلير يا ختمه کړه، چې دا په يوه پاڼۍ کې د افغانستان تر ټولو زياتې منډې دي، تر دې مخکې افغانستان په خپلو ١٠ پاڼيو کې تر څلور سوه پورې منډې هم نه وې کړې.

همدا راز اصغر افغان او حشمت الله شهيدي بيا د ٣٠٧ منډو ملګرتيا وکړه، چې دا په ټېسټ لوبو کې د افغانستان تر ټولو ستره ملګرتيا ده، تر دې مخکې په ټېسټ لوبو کې افغان لوبغاړو ١٣٩ منډې ملګرتيا کړې وه.

د اصغر افغان او حشمت الله شهيدي د ٣٠٧ منډو ملګرتيا د متحده عربي اماراتو په زيد کرکټ لوبغالي کې تر ټولو ستره ملګرتيا ده، همدا راز په څلورمه ويکټ باندې بيا په ټېسټ لوبو کې اتلسمه ستره ملګرتيا ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …