د ترکیې یو ساینسپوه د بوران اکساید د ګاز په مرسته د لویو کولمو د سرطان په څېر د ستونزمنې او سختې ناروغۍ په درملنه کې مهم پرمختګ کړی دی.
ویل کېږي چې اوزګر البوز د خپلو پرمهال بوران اکساید استعمال کړل، چې په سبب یې سرطاني حجرې له منځه ولاړې او ګټورو حجرو ته یې زیان ونه رسوو، دغه نوموړي په انقره او نورو روغتونونو کې هم پر ناروغانو تجربې ترسره کړې، خو له دې وړاندې یې په حیواناتو پراخه تجربې ترسره کړې وې.
ویل کېږي چې په ډېرو ډولونو سرطاني ناروغیو کې د رسولۍ په ایستلو بیاهم سرطاني حجرې دننه پاتې کېږي او ذکر شوې ناروغي بیا رامنځته کوي، چې همدې ستونزې ډاکتر اوزګر هم اندیښمن کړی و او اوسمهال یې د بوران اکساید د ستنې یا انجکشن په استعمال سره سرطاني حجرې له منځه ځي.
ډاکتر اوزګر وایي چې بوران له ډېرو شیانو سره د یوځای کېدو ځانګړتیا لري، چې په همدې سبب بوران اکساید د اوبو په جذبولو کې هم مهم رول لوبوي، چې یوازې په ترکیه کې د نړۍ په سطحه ۷۵ سلنه ذخېرې لري او په ډېرو ځایونو کې د استعمال وړ دي.
نوموړی وایي چې بوران اکساید یې د لویو کولمو په سرطان کې په بریالیتوب سره استعمال کړي او په سرطاني او روغو حجرو بېلابېلې اغېزې کوي، چې په فلوریسنس مایکروسکوپ یې تایید هم شوی دی.
اوزګر وایې چې بوران اکساید په زیات شمېر سرطاني حجرې په تېزۍ سره له منځه وړي او روغو حجرو ته یې کوم زیان نه رسېږي.