کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ او ملي سپورټ ته د افغانستان لوبې ولې دومره بې ارزښته ښکاري؟
اصغر افغان او بزکشي

کرکټ بورډ او ملي سپورټ ته د افغانستان لوبې ولې دومره بې ارزښته ښکاري؟

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ د نشرولو قرارداد له ملي سپورټ ټلويزيون سره کړى دى، خو د ټېسټ لوبې پر ځاى په ملي سپورټ باندې د بزکشۍ لوبې نشرول کېږي.

ايا لږ فکر دې خبرې ته وکړئ، چې د بزکشۍ لوبې ډېرې مهمې دي او که د افغانستان ټېسټ لوبې ډېرې مهمې دي، چې نړيوالې لوبې دي.

ايا د ملي سپورټ مسوولين له دې نه و خبر چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبې په کومه نېټه ترسره کېږي؟ ولې بايد په همدغه نېټو باندې د بزکشۍ لوبې ترسره کېږي او بيا د ټېسټ لوبې پر ځاى د بزکشۍ لوبې نشرول کېږي؟

له دې څخه په واضحه ډول باندې دا هم څرګنده شوه، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو په لباس د ملي سپورټ نوم کرکټ بورډ په وړيا ډول ليکلى دى، ځکه که ملي سپورټ په دې لوبو پانګونه کولاى، نو ولې به يې دا لوبې نه نشرولې؟

د افغانستان کرکټ بورډ په داسې وضعيت کې دى، چې دا دويمه لوبلړۍ ده چې کرکټ بورډ ورته د لباس سپانسر نه شي پېدا کولاى او د ملي سپورټ نوم پرې ليکي، خو بلخوا بيا ملي سپورټ په ځاى د دې چې دا مهمې لوبې خلکو ته وښايي، د بزکشۍ ليګ لوبې خلکو ته وړاندې کوي.

د ټېسټ لوبې چې د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو زياتې ارزښتناکې لوبې دي، خو په کرکټ بورډ کې داسې مشرتابه راغلي دي، چې دا لوبې هم غواړي بې ارزښته کړي، چې په واضحه توګه د دوى له روانو کړنو څخه څرګندېږي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …