کورپاڼه / جالب / په هند کې یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکي شخص د واده لپاره جالب کار ترسره کړی

په هند کې یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکي شخص د واده لپاره جالب کار ترسره کړی

په هند کې یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکی شخص ددې لپاره د ښځینه وو پولیسو حوزې ته تللی، ترڅو د خپل واده د نه ترسراوي په اړه ورته شکایت وکړي.

دا خبره به مو ډېره اورېدلي وي، چا چې واده کړی هم پښېمانه دي او چا چې نه دی کړی هم پښېمانه دي، همدغسې یوه پېښه د هند د اترپردیش ایالت په یوه ولسوالۍ کې واقع شوې او یو د ډېرې ټیټې ونې لرونکي شخص د واده لپاره ډېر په زړه پوری قدم پورته کړی.

ویل کېږي چې دغه شخص د کیرانا اوسېدونکي دی، عظیم نومېږي او دوه فوټه قد لري، چې په همدې سبب ورته څوک ښځه نه ورکوي او کورنۍ یې هم د واده په اړه هیڅ فکر کوي، چې بالاخره عظیم دې سلوک تنګ کړی او سیده د پولیسو حوزې ته تللی.

راپورونه وایي، چې د ټیټې ونې لرونکي عظیم د واده له غوښتنې سره د ښځینه پولیسو حوزې ته تللی دی. عظیم چې په مزدورۍ سره د خپل ژوند شپې او ورځې سبا کوي، څو ځلې یې د ښځینه پولیسو حوزې او نورو ادارو او حوزو کې د واده غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې بریالی شوی نه دی.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …