کورپاڼه / جالب / په شګنه دښته کې د دوو زړونو په څېر د مینې جهیل یا ډنډ له فضاء څخه هم ښکاري

په شګنه دښته کې د دوو زړونو په څېر د مینې جهیل یا ډنډ له فضاء څخه هم ښکاري

که څه هم دوبۍ د لوړو ودانیو، ونې ته ورته ټاپوګانو او د نورو زړه راښکونکو منظرو او ځایونو لرونکې ده، خو اوسمهال ور پکې د القدره د خرما باغ هم اضافه شوی او په داسې ډول سره جوړ شوی لکه دوه زړونه چې سره یوځای کېږي او د مینې جهیل یا د مینې ډنډ نوم ور باندې ایښودل شوی.

که چېرته له لوړ ځای څخه ولېدل شي نو دوه زړونه په ډېر کوچني ډول سره څرګندېږي، خو دا په حقیقت کې د انساني هڅو یوه مهمه پروژه ده چې پنځه نیم لکه مربع میتره اوږدوالی لري او د زړه راښکون په سبب د عاشقانو لپاره ډېر په زړه پوری ځای دی، چې په همدې سبب ورته د مینې جهیل ویل کېږي او د خپل جوړښت له مخې له فضاء څخه هم لېدل کېږي.

ویل کېږي چې دغه جهیل له ښار څخه لېرې په یوه شګلنه دښته کې جوړ شوی او د یو باغ شکل ورکړل شوی او له جهیل څخه تر لېرې لېرې شګلنه دښته ښکاري، چې په همدې وجه یې په جوړولو ډېر لګښت هم راغلی، سربېره پر دې ۱۶۰۰۰ ونې، بې شمېره ګلان او بوټي یې په داسې شکل جوړ کړي چې د (Love) کلمه ورڅخه جوړه شوې.

که څه هم دغه جهیل په ۲۰۱۸ کال پرانیستل شوس، خو اوسمهال ور پکې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوی، چې اوسمهال د شیخ حمدان محمد بن راشد المختتوم یې فضایي عکسونه هم خپاره کړي او که چېرته یې سیاحت کوونکي لېدل غواړي نو لږ تر لږه باید پنځوس میتره لوړ وي ترڅو د زړه ډیزاین یې وګوري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …