کورپاڼه / روغتيا / که چېرته بوره لرونکي توکي پرېږدو، په بدن کې به مو څه بدلون رامنځته شي؟

که چېرته بوره لرونکي توکي پرېږدو، په بدن کې به مو څه بدلون رامنځته شي؟

له خپلو خوراکي توکو څخه د بورې یا شکر په ایستلو سره کومې ګټې ترلاسه کېږي؟ په دې اړه یو اسټرالیایي کارپوه ریچل ایټرډ یو داسې ځواب ویلي، چې که چېرته ترې خبر شئ نو سمدستي به بوره لرونکي توکي ترک کړئ.

د اسټرالیا د سیډني اوسیدونکی کارپوه ریچل ایټرډ وایي، چې د بورې له نه استعمال څخه وروسته یوه اوونۍ وروسته مو په بدن کې مثبتې اغېزې لېدل کېږي، یعنې په بدن کې انفلیمیشن کمېږي، پوستکي صاف او ښکلی کېږي، سترګو ته هم ښکلا ور په برخه کېږي، بدن پیاوړی کېږي او د چاغښت ستونزه حل مومي.

د بورې د نه استعمال په سبب د خېټې پر شاوخوا وازده ختمېږي، د شکر، د زړه او د دماغي سکتې اړوند خطرونه کمېږي او د زړښت مرحله هم په ځنډ سره واقع کېږي، چې ذکر شوې ټولې ګټې به په یو کال کې دننه ترلاسه کړئ او له زیانمنو اغېزو مو ژغوري.

ریچل وایي، چې د بورې په پرېښودلو سره هغه لنډمهاله او اوږدمهاله منفي اغېزې چې د انسان پر روغتیا پرېوځې، ذهني فشار، نا آرامي، اندیښنه او د صبر او زغم کمېدل دي، چې د بورې له پرېښودو وروسته په یوه اوونۍ کې څرګندېږي او بېرته ختمېږي، سربېره پر دې د طبیعت خرابېدل، د بورې غوښتنه، د سر درد، زړه بدوالی، کمزوري، د عضلو درد او نورې اغېزې چې تر څلورو اوونیو پورې ختمېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …