کورپاڼه / خبرونه / د زمبابوې لوبډله په ٢٨٧ منډو وسوځېده، ٢٥٨ منډې ورته لا هم پاتې دي
حمزه هوتک

د زمبابوې لوبډله په ٢٨٧ منډو وسوځېده، ٢٥٨ منډې ورته لا هم پاتې دي

د افغانستان د ٥٤٥ منډو هدف په تعقيب کې د زمبابوې ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼې کې په ٢٨٧ منډو وسوځېده او د فالو ان سره مخ شوه، چې اوس دويمه پاڼۍ هم ترسره کوي.

د زمبابوې لپاره سکندر رضا تر ټولو زياتې ٨٥ منډې وکړې، همدا راز پرينس ماسويري ٦٥، کيوين کسوزا ٤١، تاريساى مسکندا ٤١ او ريګيس چکابوا ٣٣ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان له خوا راشد خان ٤، امير حمزه هوتک ٣ او سيد احمد شېرزاد ٢ لوبغاړي وسوځول. دا د شېرزاد لومړنۍ ټېسټ لوبه ده چې هغه يې د افغانستان لپاره ترسره کوي.

د لومړۍ پاڼۍ پاى ته رسېدو وروسته لا هم زمبابوې د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ منډو څخه ٢٥٨ منډې شاته پاتې دي او افغانستان په فالو ان مجبوره کړل، چې زمبابوې خپله دويمه پاڼۍ هم پيل کړه.

زمبابوې به اوس په خپله دويمه پاڼۍ کې لومړى ٢٥٨ منډې ترلاسه کوي او له هغه وروسته به بيا افغان لوبډلې ته نوى هدف ټاکي.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …