د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک او پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په کې هغه او همدا راز په خوب ويده مجيب الرحمان ليدل کېږي.
رحمان الله ګربز چې د افغانستان يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال وي، هغه دا ويډيو لومړى په ټک ټاک او وروسته په انسټاګرام کې هم خپاره کړه.
په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې رحمان الله ګربز او مجيب الرحمان ښايي دواړه په يوه کټ کې پراته وي، خو مجيب الرحمان ويده دى او رحمان الله ګربز ويښ دى چې د هغه ويډيو يې جوړه کړې ده.
View this post on Instagram
د دې ويډيو سره رحمان الله ګربز يوه پښتو سندره هم لګولې ده، چې (اوده يې پرېږده چې اوده وي خوبولى ښه دى، د يار ديدن غم زياتول دي نه ليدلى ښه دى) چې دا يې کلمې پکې ويل کېږي.
د يادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دى، هغه څو ورځې وړاندې هلته تللى دى او د زمبابوې پر وړاندې به په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ولوبېږي.