کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجى دت: مور و پلار د مينې په اصل معنا پوه کړم
سنجى دت

سنجى دت: مور و پلار د مينې په اصل معنا پوه کړم

په دې وروستيو کې د سرطان څخه رغېدونکى د هند مشهور اداکار سنجى دت د خپلو والدينو لپاره په ټولنيزو رسنيو کې يو پېغام خپور کړى دى.

د خپلې مور و پلار دا خوشحاله عکس نوموړي د هغوى د واده د کليزې په ورځ په ټويټر کې خپور کړى دى، چې په عکس کې دواړه يو بل ته ګوري او خاندي.


سنجي دت په دې ټويټ کې د خپلې مور و پلار په ياد ليکلي دي: ((تاسې دواړو زه د مينې په اصل معنا پوه کړم.)) همدا راز نوموړي دواړو ته د کليزې مبارکي هم ليکلې ده.

د سنجى دت پلار سنيل دت په ١٩٢٩ کال د جون په ٦مه نېټه زېږېدلى و، هغه په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار کړى و، لکه مادر انډيا، پړوسن، سجاته، ميرا سايه، جاني دشمن او ملن، هغه د هندي سينما يو مشهور اداکار و.

د سنيل دت وروستى فلم (منا بهايي ايم بي بي ايس) و چې هغه په دې فلم کې د خپل زوي سنجي دت سره کار کړى و، چې له هغه وروسته مړ شو.

د يادولو وړ ده چې سنجى دت تېر کال په سرطان اخته شوى و، چې نوموړي لومړى د درملنې په موخه امريکا ته د تګ پلان درلود او پنځه کلنه وېزه يې هم اخيستې وه، خو وروسته يې خپله درملنه په ممبۍ کې وکړه او له دې ناروغۍ څخه روغ شو.

دا هم ولولئ

راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي لوکیش راهول له اتیا شیټي سره د هغې …