غېږه ورکول د انسانانو ترمنځ د ژوند له اړینو اړیکو څخه ګڼل کېږي، کله چې موږ خوشحاله یا خپه یو نو غېږې سره ورکوو، خو پوښتنه دا ده چې زموږ ولې د غېږې اخیستلو اړتیا حس کوو؟ آیا دا د احساساتي مرستې لپاره وي او که د انسان طبیعت یا فطرت دی؟
له ډېرو څېړنو څخه ثابته شوې چې غېږه ورکول د روغتیا اړوند ډېرې ګټې لري او ورسره ترڅنګ احساساتي تسلي هم وي، نو راځئ چې نن ورځ د روغتیا اړوند ګټې ولولو.
که چېرته یو شخص خپه یا اندیښمن وي، نو د انسان طبیعت داسې وي چې غېږه ورکوو او آرام مو په برخه کېږي، دغه راز د ماشومانو د روزنې پرمهال غېږه ورکول نه یوازې د هغوی د ارام سبب کېږي بلکې په وده کې یې هم مرسته کوي او دماغو ته پیاوړتیا ورکوي.
غېږه ورکول یو ډېر مثبت او هڅوونکې کړنه ده، له یوې څېړنې څخه ثابته شوې چې شېدې خوړونکې ماشومان که چېرته تر شلو دقیقو پورې په غېږ کې ونېول شي، نو ذهني وده یې د نورو ماشومانو په پرتله ډېره وي.
کله چې موږ د کوم احساس څرګندونه کوو نو غېږه ورکول مو د یو بل ترمنځ اړیکې ټینګوي، د غېږې په ورکولو سره د احساساتو څرګندونه او په وسیله یې له نورو انسانانو سره باور پیدا کول د صحت مند ژوند سبب کېږي.