د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سويلي افريقا سفر ته د ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبډلو لپاره ٢٠ کسيزه لوبډله اعلان کړه، چې شرجيل خان هم څلور کاله وروسته په ملي لوبډله کې اخيستل شوى او دوه نويو لوبغاړو ته هم ځاى ورکړل شوى دى.
پاکستان به د سويلي افريقا په کوربه توب له يادې لوبډلې سره ٧ نړيوالې شل اوريزې، ٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢ ټېسټ لوبې ترسره کړي.
د غوراوي کمېټې د صوابۍ اوسېدونکى ٢٠ کلن چټک توپ اچونکى ارشد اقبال او د وزيرستان اوسېدونکى ١٩ کلن محمد وسيم جونئير هم په لومړي ځل د نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبډله کې شامل کړي دي.
📢Pakistan squads for South Africa and Zimbabwe announced📢#HarHaalMainCricket pic.twitter.com/4uQIpquIYY
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) March 12, 2021
شل اوريزې: بابر اعظم (کپتان)، شاداب خان، ارشد اقبال، اصف علي، دانش عزيز، فهيم اشرف، حيدر علي، حارث روف، حسن علي، محمد حفيظ، محمد حسنين، محمد نواز، محمد رضوان، محمد وسيم جونئير، سرفراز احمد، شاهين شاه اپريدى، شرجيل خان او عثمان قادر.
يو ورځنۍ: بابر اعظم (لوبډلمشر)، شاداب خان (مرستيال لوبډلمشر)، عبدالله شفيق، دانش عزيز، فهيم اشرف، فخر زمان، حيدر علي، حارث روف، حسن علي، امام الحق، محمد حسنين، محمد نواز، محمد رضوان، محمد وسيم جونئير، سرفراز، سعود شکيل، شاهين شاه اپريدى او عثمان قادر.
ټېسټ: بابر اعظم (لوبډلمشر)، محمد رضوان (مرستيال لوبډلمشر)، عبدالله شفيق، عابد علي، اظهر علي، فهيم اشرف، فواد عالم، حارث روف، حسن علي، عمران بټ، محمد نواز، نعمان علي، ساجد خان، سلمان علي اغا، سرفراز احمد، سعود شکيل، شاهين شاه اپريدى، شاهنواز دهاني، تابش خان او زاهد محمود.
د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ به درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې د اپريل په دويمه پيل او په اوومه پاى ته ورسېږي، د ٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ به د اپريل په لسمه پيل او په ١٦مه پاى ته ورسېږي. همدا راز د نورو لوبو مهالوېش به وروسته اعلان شي.