کورپاڼه / بېلا بېل / د مسینو لوښو د استعمال حیرانوونکې ګټې

د مسینو لوښو د استعمال حیرانوونکې ګټې

پخوانیو وختونو کې به خلکو له خاورینو توکو ترڅنګ مسین لوښي هم استعمالول، خو د وخت په تېرېدو سره یې ځای ښېښي، پلاستیکي او چینایي لوښو ونیوه.

مس یو له هغه فلزاتو څخه دي چې له ډېرو پخوانیو زمانو څخه زموږ په ټولنه کې استعمالېږي، زموږ نیکونو به له مسو څخه په جوړ شوو توکو کې خواړه خوړل خو اوس وخت بدلون کړی او د وخت غوښتنه بدله شوې ده، خو له بدبخته چې په اوسني وخت کې استعمالېدونکي توکي له خرابو مواد څخه جوړېږي چې زموږ پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي او ډول ډول ناروغۍ پیدا کوي.

مسین لوښي له ډېر پخوا څخه د اوبو د ساتنې لپاره کارول کېږي او ترڅنګ یې د ناروغیو مخنیوی کوي، دغه راز په مسو کې یو ډول مایکرو نیوټرینټ موندل کېږي چې د بدني فعالیتونو لپاره اړین وي، که څه هم د مسینو لوښو استعمال زموږ د روغتیا لپاره ګټور وي خو ډېر استعمال یې بیا زیانمن تمامېږي، چې اسهال، د سر درد، د ګردو خرابي، د وینې کانګې او د سترګو رنګ بدلېدل رامنځته کوي نو ځکه خو د مسینو لوښو دپاسه کوم بل فلز هم لګول کېږي او د مسو له زیانونو مخنیوی کېږي.

کله چې په مسینو لوښو کې ډېر خواړه پاخه شي، نو دپاسه یې دویم فلز تحلیل کېږي، په ځانګړي توګه تېزابیت لرونکي یا هغه خواړه چې پخول یې ډېر وخت نیسي. دغه راز د مسینو لوښو خواړه له بکټریا سره مقابله کولی شي او د ناروغیو مخه نیسي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …