کورپاڼه / خبرونه / فرانسې د لومړي ځل لپاره په فضاء کې فوځي تمرینات پیل کړل

فرانسې د لومړي ځل لپاره په فضاء کې فوځي تمرینات پیل کړل

تاسې به د Star Wars فلمونه ډېر لېدلي وي او داسې بریښي چې په حقیقي نړۍ کې به هم دغه دوره د فرانسې لخوا په فضاء کې د لومړيو فوځي تمریناتو سره پیل شي.

ویل کېږي چې فرانسې د متحده ایالاتو د فضایي ځواک او د المان د فضایي کمانډو سره یوځای فضایي فوځي تمرینات پیل کړل، د راپور له مخې ویل کېږي چې فرانسي خپل فضایي کمانډو په ۲۰۱۹ رامنځته کړې وه.

د فضایي کمانډو مشر جنرال مایکل فریډلینګ وایي، چې دغه فوځې تمرینات یې د سیستم ازمایل دي، چې د اروپایي هیوادونو له لورې لومړی ځل دی چې دغه ډول کار ترسره کېږي او دې ډول تمریناتو ته یې ایسټر ایکس نوم ورکړی، چې دغه نوم یې د لومړنۍ سپوږمکۍ ایسټر ایکس څخه اخیستی دی.

د فرانسې دفاع وزیر خبریالانو ته په خبرو کې ویلي، چې فرانسې دا ډول تمریناتو ته اړتیا درلوده، ځکه چې اتحادیه او سیالان یې له فضاء څخه د فوځي ځواک نوی ډګر جوړوي. که څه هم د فضایي فوځي تمریناتو تفصیلات پټ ساتل شوي، خو له راپورونو څخه معلومېږي، چې له دې ډول تمریناتو یې موخه د بحراني حالاتو تجربه کول دي، ترڅو فرانسوي سپوږمکۍ له دښمنانو څخه وژغوري.

دغه راز د خطرناکو فضایي شیانو څارنه هم ددې تمریناتو یوه برخه ده، چې د روان کال د مارچ په اتمه نیټه پیل او تر دولسمه نیټه به دوام ومومي، که څه هم واضحه شوې نه ده خو داسې فکر کېږي چې حقیقي فوځیان به یې نه وي لېږلي.

دا هم ولولئ

ضمیر خان، چې له مجبورۍ یې خپل هیلمټ پلوره، کرکټ بورډ یې غږ واورېده

تېره ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ضمیر خان هغه …