کورپاڼه / خپلواک / په هند کې د کېندنو پرمهال د سرو زرو سکې موندل شوي، خو مزدوران پخپلو کې سره په جنګ شوي

په هند کې د کېندنو پرمهال د سرو زرو سکې موندل شوي، خو مزدوران پخپلو کې سره په جنګ شوي

د هندوستان د مهاراشټرا په ایالت کې د جوړونې په ساحه کې د کېندنو پرمهال د مغلو د وخت د سرو زرو سکې موندل شوي، چې بیه یې له لسو میلونو هندي کلدارو څخه لوړه ده.

ویل کېږي چې د مهاراشټرا د چکیلي په سیمه کې دغه موندل شوې تاریخي سکې پولیسو له ځان سره وړي، دغه راز د مسو یو پخوانی کانټینر هم موندل شوی دی.

ددې سکو شمېر ۲۱۶ دی او وزن یې بیا ۲۳۵۷ ګرامه دی، چې د یوې سکې بیه له شپېتو تر اویا زرو هندي کلدارو ته رسېږي او د ټولو سکو بیه ۱۳ میلونه هندي کلدارې دي.

لرغونپوهان وایي چې دغه سکې د ۱۷۲۰ څخه تر ۱۷۵۰ زېږدیز کلونو ترمنځ د دورې سکې دي او په اردو او عربي ژبه ور باندې د محمد شاه مهر لګېدلی دی.

د هندي رسنیو ذږد راپور له مخې ویل کېږي چې څو ورځې دمخه پولیسو ته خبر ورکړل شوی و، چې د صدام سالار خان پټان په نوم یو شخص دغه سکې په ناقانوني ډول سره پټې کړې وې، چې بیا یې د سکو پېژندونکو سره یوځای په کور چاپه ور وړه.

پولیس وایي چې درې میاشتې دمخه د صدام خسر او اوښی له بلې ولسوالۍ څخه د مزدورۍ لپاره راغلي ول، چې صدام ورته په نږدې ساحه کې کار پیدا کړ او له کار کولو څو وروسته یې د کېندنو پرمهال د سرو سکې وموندلې، چې بیا یې د صدام کور ته راوړې او ورته یې وښودلې، چې بیا صدام ورسره هغه ځای ته ورسېد او د نورو کېندنو پرمهال یې ۲۱۶ سکې او د مسو کانټینر هم وموند.

چې بیا یې په خاموشۍ سره کور ته یوړې، خو په ویشنه یې جنجال راغی او راز یې افشاء او تر پولیسو پورې ورسېده، پولیسو دغه سکې او کانټینر د لرغونو اثارو ادارې ته سپارلي او صدام او خپلوان ته یې خبرداری ورکړی چې بیابه داسې کار نه کوي او کور ته رخصت شوي.

دا هم ولولئ

نوين او شاهد، متيازې، سمندري کښتۍ او د يمن واده

د نوين، عامر او اپريدي شخړه، بابر اعظم، سمندري کښتۍ او نور هغه ١٠ راپورونه چې تېره اونۍ ډېر لوستل شوي

په خپلواک وېبپاڼه کې چې په تېره اونۍ کې کوم ١٠ راپورونه تر ټولو زيات …