کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هند ته ډېر په اسانۍ ماتې ورکړه
هند او انګلستان

انګلستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هند ته ډېر په اسانۍ ماتې ورکړه

انګلستان په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې هند ته يې په ډېرې اسانۍ ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د انګلستان او هند ترمنځ لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه په احمد اباد کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې شرياس اير ٦٧، ريشب پانټ ٢١ او هارديک پانډيا ١٩ منډې وکړې.

همدا راز ويراټ کوهلي په صفر، کى ايل راهول په ١ او شيکر دهون په ٤ منډو وسوځېدل.

د انګلستان له خوا جوفرا ارچر ښه توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي وسوځول، له هغه پرته عادل رشيد، مارک ووډ، کريس جورډن او بين سټوکس هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٢٥ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٥.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ډېر په اسانۍ پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له خوا جېسن راى ٤٩، جاس بټلر ٢٨، جوني بيريسټو ٢٦ ناسوځېدلې او ډيويډ ملن ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له خوا يوژيندرا چاهل او واشينګټن سندر ١-١ ويکټ واخيستې.

د پنځه نړيوالو شل اوريزو لوبو په لومړۍ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړه، د دې لړۍ دويمه لبه به د مارچ په ١٤مه نېټه په احمد اباد کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …