د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پرون د سويلي افريقا سفر لپاره د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د صوابۍ او وزيرستان دوه ځوانان هم اخيستل شوي دي.
په دې کې يو ځوان د محمد وسيم وزير په نوم دى، چې ١٩ کاله عمر لري او د اسلام اباد يونايټيډ، خېبر پښتونخوا او پاکستان ١٩ کلنې لوبډلې لپاره يې لوبې کړې دي.
دا وزير ځوان چې په کرکټ کې د محمد وسيم جونئير په نوم پېژندل کېږي، الراونډر لوبغاړى دى چې په ښي لاس توپوهنه کوي او ميډيم توپ اچونه ترسره کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د نوموړي په اړه يو ټويټ کړى دى او د هغه ستاينه يې کړې ده.
محسن داوړ ليکلي دي، چې محد وسيم وزير د وزيرستان يو له با استعداده ځوانانو څخه دى چې په ملي لوبډله کې د سويلي افريقا او زمبابوې لوبو ته غوره شوې ده. که چېرته د وزيرستان پښتنو ته چانس ورکړل شي، نو هغوى به وځلېږي.
A moment of pride for North Waziristan as Muhamad Wasim Wazir of Spinwam, one of the many talented sons of Waziristan, has been selected for the national cricket team’s tours of South Africa and Zimbabwe. Given the opportunity, the Pashtuns of Waziristan can shine the brightest. pic.twitter.com/G9Z2aqiMuQ
— Mohsin Dawar (@mjdawar) March 12, 2021
د يادولو وړ ده چې محمد وسيم جونئير تراوسه پورې ٥ فرسټ کلاس، ٦ ليسټ اې او ٤ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په دې لوبو کې ښه ځلېدلى دى.