د هندي سينما د مشهورو اداکارانو سلمان خان او کترينه کېف د راتلونکي ايکشن فلم (ټايګر ٣) لپاره د فلم جوړونکو ستر ګام پورته کړى دى.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سلمان خان او کترينه کېف (ټايګر ٣) فلم لپاره د هند په ممبۍ ښار کې د ترکيې يوه سيمه جوړېږي، چې دا به د اپريل په لومړۍ اونۍ کې بشپړه شي.
په راپور کې ويل شوي دي، چې د فلم پروډيوسر اديتيا چوپړه له لوري د ډيزاين ټيم ته امر شوى دى، چې د ځينو ايکشن صحنو لپاره د ترکيې د يوې سيمې په ډول سيمه په ممبۍ کې جوړه کړي.
د فلم ډايريکټر منيش شرما دى او ويل کېږي چې هغه غواړي ځينې ايکشن صحنې په لويه کچه جوړې کړي، چې پکې ټانکونه او ډېر څه به وکارول شي.
د دې فلم په اړه ويل کېږي، چې دا صحنې يې د ترکيې په استانبول ښار کې ثبتېدونکې وې، خو هلته د کورونا پېښو زياتېدو وروسته فلم جوړونکو پرېکړه وکړه، چې د ترکيې يوه سيمه په هند کې جوړه کړي او د استانبول دا ايکشن صحنې همدلته په ممبۍ کې ثبت کړي.