د ويسټ انډيز لوبډلې لوبغاړو ښه توپوهنه ترسره کړه چې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې هم سريلانکا ته ماتې ورکړه او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه پرون په نارت ساونډ کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او سريلانکا ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.
سريلانکا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې دنوشکا ګونتاليکا ٩٦، دنيش چنديمل ٧١ او ډي سلوا ٤٧ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له خوا جېسن محمد ٣، الزاري جوسيپ ٢، جېسن هولډر او اکيل حسين ١-١ ويکټ واخيستې.
د ٢٧٤ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ٤٩.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د ٥ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
د ويسټ انډيز له خوا ايون ليويس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٠٣ منډې يې وکړې، همدا راز شاى هوپ ٨٤ او نيکولاس پوران ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سريلانکا له لخوا نووان پراديپ او تيسارا پريرا ٢-٢ او لکشن سنداکان ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايون ليويس ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ويسټ انډيز دوه لوبې وګټلې، چې لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه، همدا راز دريمه يا وروستۍ لوبه به د مارچ په ١٤مه نېټه ترسره شي.