په ساينسي نړۍ کې د پرمختګ وروسته چې کوم اختراعات شوي دي، په هغې کې ځيرک موبايل تر ټولو ستر او غوره اختراع ګڼل کېږي.
يو وخت و چې موبايلونه ډېر ساده و، چې يوازې د زنګ وهلو او ليکلي پېغامونو لپاره به خلکو کارول، خو وروسته پوهانو په دې اړه نور کار وکړ او ځيرک موبايلونه يې جوړ کړل.
د ځيرکو موبايلونو له راتګ وروسته د کمپيوټر او کېمرو کارول کم شو، ځکه هغه کارونه چې مخکې به خلکو د کمپيوټر په مرسته کول اوس د ځيرک موبايل له لارې ترسره کېږي.
د ټېکنالوژۍ پوهان ورځ تر بلې د ځيرکو موبايلونو د لا پرمختللي او ښه کولو لپاره کار کوي او همدا لامل دى چې هر کال د موبايل شرکتونه نوي او تر پخوانيو ښه او غوره موبايلونه مارکيټ ته وړاندې کوي.
په ځيرکو موبايلونو کې په ميليونونو خلک انټرنيټ کاروي.
د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، چې د انډرويډ موبايل کاروونکو لپاره د ګوګل کروم براوزر تر ټولو غوره دى، ځکه چې دا د نورو په پرتله ١٣ سلنه چټک او غوره کار کوي.
په دې اړه د ګوګل کروم له خوا يوه ويډيو هم په يوټيووب کې د موبايل کاروونکو لپاره خپره شوې ده، چې پکې ليدل کېږي، د ګوګل کروم براوزر تر نورو چټک او غوره کار کوي.
د ټېکنالوژۍ پوهانو په وېنا، په انډرويډ موبايلونو کې د ګوګل کروم کاروونکو د ميموري او چټک والى د نورو په پرتله ٧ سلنه زيات وي.
ګوګل ادعا لري، چې د دوى براوزر د نورو په پرتله ٢٢ سلنه ښه کار کوي او د ګوګل کروم په کارولو سره ستاسې د موبايل بيټري ډېر چارج نه مصرفوي، همدا راز وېبپاڼې هم ډېر ژر راخلاصېږي.