کورپاڼه / خپلواک / افغان کرکټ بورډ پاکستانی فيزيو او مساجر له دندو ګوښه کړل
عظیم ملک او احسان

افغان کرکټ بورډ پاکستانی فيزيو او مساجر له دندو ګوښه کړل

خپلواک وېبپاڼه (۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغان کرکټ مينه والو لپاره يو ښه خبر دا دی چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې فيزيو عظيم ملک چې يو پاکستانی و او له تېرې يوې لسيزې راهيسې ډېره موده له افغان لوبډلې سره يې دنده ترسره کوله، له دندې ګوښه کړ.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې وويل، چې د ملي لوبډلې فيزيو عظيم ملک او همدا راز مساجر احسان چې دواړه پاکستانيان ول له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

عظیم ملک له تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو راهيسې د افغان لوبډلې فيزيو و او احسان بيا له تېرو درې څلور کلونو راهيسې د مساجر دنده ترسره کوله، چې ډېری وخت پرې د خلکو له لوري نيوکې هم کېدې، خو اخر هم دواړه د کرکټ بورډ له خوا له دندو ليرې کړای شوي دي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې ويلي دي، چې کرکټ بورډ دواړه له دندو ګوښه کړي دي او د دغه دواړو کسانو پر ځای به اوس افغانان وګمارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ويسټ انډيز سره د لوبو لپاره افغان لوبډله نن د هند پر لور لاړه، خو کرکټ بورډ لا هم په دې تړاو رسمي څه نه دي ويلي چې په دغه سفر کې به له افغان لوبډلې سره د فيزيو او مساجر په حېث څوک دنده ترسره کوي.

افغانستان او ويسټ انډيز په هند کې درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ سيالي ترسره کوي، چې دغه سيالۍ به د نومبر په ۶مه نېټه پيل شي او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …