کورپاڼه / خبرونه / د هند مشهور کرکټر جسپريت بومرا واده کوي، خو له چا سره؟ دلته يې ولولئ
جسپريت بومرا او سنجنا ګنيسان

د هند مشهور کرکټر جسپريت بومرا واده کوي، خو له چا سره؟ دلته يې ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى جسپريت بومرا واده کوي، چې په اړه يې ويل کېږي، د واده لپاره يې تيارۍ روانې دي او په روانه مياشت کې به واده وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، جسپريت بومرا د سنجنا ګنيسان سره واده کوي، چې نوموړې د کرکټ په اړه ډېرې خپرونې چلولې دي او په دې وروستيو کې يې د کلکته نايټ رايډرز د يوې خپرونې کوربه توب يې هم کاوه.

نوموړې د هند په يو شمېر ټلويزيونونو کې د کرکټ خپرونې چلولې دي، چې له لوبو څخه مخکې او وروسته د لوبو په اړه تبصرې کوي.

په راپورونو کې د جسپريت بومرا په اړه ويل شوي دي، چې نوموړى د انګلستان پر وړاندې د لوبو برخه و، خو د ټېسټ لوبو وروسته هغه له لوبډلې بيل شو.

د هغه په اړه ويل شوي دي، چې ځينې کورني مصروفيتونه لري، خو په راپورونو کې ويل شوي دي، چې هغه د خپل واده لپاره په تياريو کې بوخت دى او په روانه مياشت کې به د سنجنا ګنيسان سره واده وکړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sanjana Ganesan (@sanjanaganesan)


سنجنا ګنيسان په پيل کې موډلينګ کاوه، چې وروسته يې بيا د کرکټ په برخه کې ټلويزيوني خپرونې پيل کړې، چې مشهورې خپرونې يې (مېچ پواينټ) او (چيکي سنګلز) شاملې دي.

سنجنا ګنيسان په ٢٠١٩ کال کې د اى سي سي نړوال جام کې رسمي براډکاسټره هم وه. بلخوا جسپريت بومرا چې په ٢٠١٦ کال کې يې د هند لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، اوسمهال د هند يو له مهمو توپ اچونکو څخه دى.

د يادولو وړ ده چې د جسپريت بومرا او سنجنا ګنيسان د واده په اړه تراوسه پورې دواړو په رسمي ډول هېڅ هم نه دي ويلي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …