کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان د راتلونکي فلم (رادهى) د نندارې ته وړاندې کېدو نېټه اعلان شوه
سلمان خان رادهى

د سلمان خان د راتلونکي فلم (رادهى) د نندارې ته وړاندې کېدو نېټه اعلان شوه

د هندي سينما مشهور اداکار سلمان خان د خپل راتلونکي فلم (رادهى: يور موسټ وانټيډ بهايي) د نندارې ته وړاندې کېدو نېټه اعلان کړه.

دا فلم چې له کورونا مخکې ثبت او نندارې ته وړاندې کېدونکى و، خو د کورونا له امله وځنډېده، اوس يې سلمان خان په اړه اعلان کړى دى چې د اختر په ورځ به نندارې ته وړاندې شي.

سلمان خان په ټويټر کې د دې فلم يو نوى عکس له مينه والو سره خپور کړى دى او ليکلي يې دي: ((د اختر په ورځ مې درسره ژمنه وه، اوس به د اختر په ورځ راځم، ځکه چې يو ځل ما…))


همدا راز نوموړي ليکلي دي، چې رادهى فلم به د مۍ په ١٣مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.


د دې فلم لارښود پرابوديوا دى او د سلمان خان تر څنګ پکې مشهورې اداکارې ديشا پټاني او جېکي شروف هم کار کړى دى، د دې فلم پروډيوسران سلما خان، سهيل خان او ريل لايف پروډکشن دي.

د دې فلم د ثبت تر پاى ته رسېدو وروسته په يوه غونډه کې سلمان خان د فلم په اړه ويلي و، چې د اختر په ورځ به دا فلم نندارې ته وړاندې کړي، خو هغه مهال چې د کورونا پېښې راکمې شوې وې.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …