د پاکستان په يو پوهنتون کې يوې نجلۍ په عام محضر کې يو هلک چې ورسره يې مينه کوله، د واده وړانديز يې ورته وکړ، چې ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي.
په ويډيو کې ليدل کېږي، چې نجلۍ د هلک مخې ته په يوه ګونډه کېني، هغې ته ګلان نيسي او د واده لپاره ورته وړانديز کوي، چې شاوخوا ډېر خلک ولاړ او ويډيوګانې يې جوړوي.
هلک د واده وړانديز له منلو وروسته نجلۍ راپاڅېږي او دواړه غاړه په غاړه کېږي. په دې ډول يو بل ته د واده وړانديز او په ښکاره عشقونو دواړه له پوهنتون وويستل.
Lolz this cancer is everywhere.#UniversityOfLahore pic.twitter.com/XGsZPxxfVw
— Abdullah Qamar ツ (@AbdullahQamarr) March 12, 2021
دا پوهنتون د پاکستان په لاهور کې يو خصوصي پوهنتون دى، کله چې د دې هلک او نجلۍ ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې، نو د پوهنتون رييس دواړه له پوهنتون خارج کړل.
Nikkah kartay tou hum Appreciate karty, ab sastay angraiz Banogy tou zaleel tou hogy. 🙂 #UniversityOfLahore pic.twitter.com/8rYZgfk19y
— Mn (@_Aafat_) March 12, 2021
په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو کې هم د دغه هلک او نجلۍ په دې کار بېلا بېل غبرګونونه ښکاره شوي دي، ځينو خلکو دا د غربيانو تقليد ياد کړى دى او سختې نيوکې يې پرې کړې دي.
Just because of these kind of People… Buhat si Larkian Taleem hasil karne se Mehroom rah jati hain… 💔 #UniversityOfLahore pic.twitter.com/tgUbJxwk8G
— Fatima Khalil Butt(Mrs) (@iam_FatiMaButt) March 12, 2021