کورپاڼه / بېلا بېل / د چاى ځانګړې پياله، چې د چاى څښلو وروسته خوړل کېږي
د چاى پياله ١

د چاى ځانګړې پياله، چې د چاى څښلو وروسته خوړل کېږي

په هند کې يو څو ځوانانو د چايو لپاره يوه داسې پياله جوړه کړې ده چې د چايو څښلو وروسته خوړل کېږي، دې پيالې ته د (بسکټ پياله) نوم ورکړل شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند د کولهاپور اوسېدونکو ٣ ځوانانو د کثافت د کموالي او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه يو داسې ګام پورته کړى دى، چې درې واړو ملګرو يو ډول ځانګړې پيالې جوړې کړې دي چې له چايو څښلو وروسته خوړل کېږي.

د چايو دې پيالې ته د (بسکټ کپ) نوم ورکړل شوى دى. د بسکټ او نورو شيانو څخه جوړې شوې دې پياله کې چې کله چاى وڅښئ، نو بيا يې خوړلى هم شئ.

د چاى پياله ٢

دې ځوانانو د (ايډيبل کټلري) په نوم يو شرکت جوړ کړى دى، چې دوى همداسې لوښي جوړوي، چې له خواړو خوړلو وروسته دا لوښي هم وخوړل شي، دا کار دوى په دې موخه پيل کړى دى، چې د يو ځل کارېدونکو لوښو مخه ونيسي، تر څو د هوا ککړتيا او کثافت په کچه کې کمى راولي.

که يو څوک د دې پيالې خوړل نه غواړي، نو هغوى کولاى شي چې څاروو ته يې ورکړي، داسې به د دې پيالې په کارولو سره کثافت نه جوړېږي.

په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې د دې ځوانانو دا کار ډېر ستايل شوى دى، چې د چاپېرچل د پاکوالي لپاره يې ګټور ګامونه پورته کړي دي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …