کورپاڼه / خبرونه / راشد خان ٥ لوبغاړي سوځولي، زمبابوې سترې ماتې ته نږدې ده
راشد خان

راشد خان ٥ لوبغاړي سوځولي، زمبابوې سترې ماتې ته نږدې ده

د افغانستان او زمبابوې په دويمه ټېسټ لوبه کې افغانستان ډېرې منډې وکړې، چې زمبابوې يې په دويمه پاڼۍ کې هم د پوره کولو څخه ناتوانه ښکاري.

افغانستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې کړې وې، چې بيا يې خپله پاڼۍ ختمه کړه، حشمت الله شهيدي غبرګه سليزه او اصغر افغان سليزه وهلې وه.

زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٧ منډې وکړې او د فالو ان ښکار شوه، چې په دويمه پاڼۍ کې يې تراوسه پورې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې کړې دي او ٨٩ منډې ورته لا هم پاتې دي، چې دا پوره کړي له هغه وروسته به نوى هدف ټاکي، خو په لاس کې يوازې ٣ ويکټې لري.

سين ويليمس تراوسه پورې په ٦٢ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى، چې د هغه له سوځېدو وروسته زمبابوې بل داسې کوم توپوهونکى نه لري چې دا منډې پوره کړي او نوى هدف وټاکي.

د افغانستان له خوا په دويمه پاڼۍ کې بيا راشد خان ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې، نوموړي تراوسه پورې ٢٨ اورونه ترسره کړي دي چې ٦ اورونه يې مېډين کړي او ٧٧ منډې يې ورکړي دي.

همدا راز سيد احمد شېرزاد او جاوېد احمدي هم بيا ١-١ ويکټ اخيستې دي.

دا هم ولولئ

سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

د زمبابوې د کرکټ ملې لوبډلې پاکستانی الراونډر سکندر رضا د سرطان له خطر څخه …