کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني کرکټر فواد عالم فلمي نړۍ ته هم مخه کړه
فواد عالم

پاکستاني کرکټر فواد عالم فلمي نړۍ ته هم مخه کړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي فواد عالم فلمي نړۍ ته هم مخه کړه او د (خودکش محبت) په نوم يې په لومړي سريال کې کار کړى دى.

دا ويب سريال دى، چې د پاکستانۍ انلاين وېبپاڼې اردو فليکس له لوري جوړ شوى دى او هغوى په ټولنيزو رسنيو کې د فواد عالم د دې سريال عکسونه هم خپاره کړي دي.

فواد عالم چې د کرکټ په نړۍ کې د پاکستان مشهور توپوهونکى و، اوس يې اداکارۍ ته هم مخه کړه او پاکستانيان به د خپلې اداکارۍ څخه هم متاثره کړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by UrduFlix (@urduflixofficial)


په ټولنيزو رسنيو کې د فواد عالم مينه والو د هغه د لومړني وېب سريال ستاينه کړې ده او ليکلي يې دي، چې دوى ورته ډېر په بې صبرۍ په تمه دي. خو د دې سريال د خپرېدو په اړه تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د يادولو وړ ده چې ٣٥ کلن فواد عالم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکى دى، چې د پاکستان لپاره يې ٩ ټېسټ، ٣٨ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢٤ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي وروستۍ شل اوريزه لوبه په ٢٠١٠، وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٥ او وروستۍ ټېسټ لوبه يې بيا په روان کال کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړې ده.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپوهونکى عرفان پټان هم فلمونو کې کار کړى دى، هغه د هند د تيلګو ژبې يو فلم کې کار کړى دى، چې (کوبرا) نومېږي.

دا هم ولولئ

جعفر هاند

د افغانستان او بنګله دېش په دویمه لوبه د جعفر هاند تبصره

افغانستان له بده مرغه په بنګله دېش باندې د کرکټ دویمه لوبه هم وبایلله. خپه …