کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د سريلانکا حکومت په مدرسو او بورقعو د بندېز اعلان وکړ
مسلمانې ښځې

د سريلانکا حکومت په مدرسو او بورقعو د بندېز اعلان وکړ

د سريلانکا حکومت اعلان کړى دى، چې له دې وروسته به په دغه هېواد کې د مسلمانانو په ديني مدرسو او همدا راز د ښځو په بورقعو يا حجابونو بندېز وي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د سريلانکا د ملي امنيت وزير سرات ويراسکيرا په يوه خبري ناسته کې ويلي دي، چې دوى د ملي امنيت په موخه په مسلمانو ښځو د څېرې پټولو او همدا راز د مدرسو د بندولو لپاره قانون جوړ کړى دى، چې ژر به د کابينې څخه هم منظور شي.

هغه وايي، چې مسلمان ښځې او نجونې خپل مخونه پټوي يا حجاب کوي، چې دا د مذهبي تاوتريخوالي نښه ده او موږ به حتماً په دې باندې بندېز لګوو.

سريلانکا چې ډېرى خلک يې د بدمت دين منونکي دي، په ٢٠١٩ کال کې په کليساګانو کې د بريدونو وروسته په عاجل ډول د بورقعو په پسرولو بندېز لګولى و.

د ملي امنيت وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ نور چاته دا اجازه نه شو ورکولى، چې څوک دې مدرسې جوړې او په خپل سر دې پکې ماشومانو ته زده کړې ورکوي.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …