د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې د لوبې په دريمه ورځ د افغانستان الراونډر لوبغاړي شاهدالله کمال د ډګر ساتنې پر مهال يوه داسې کړنه ترسره کړه، چې لوبڅارانو يې له امله زمبابوې ته يوه اضافي منډه ورکړه.
افغانستان چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٥٤٥ منډې کړې وې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړې وه، تر دغه مهاله پورې زمبابوې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨١ منډې ترلاسه کړې وې.
سکندر رضا په ٧٩ منډو ناسوځېدلى ولاړ و او بلخوا بليسنګ موزرباني د هغه سره ملګرتيا کوله، د ٩١م اور په وروستي توپ رضا توپ وواهه، چې هغه د باونډرۍ کرښې سره بېخي نږدې ودرېده.
شاهدالله کمال په توپ پسې منډه وهله او کله چې هغه توپ راخيسته، نو يې يوه پښه د باونډرۍ له پړي اخوا واړوله او بيا يې توپ راوغورځاوه.
د مېدان لوبڅارانو احمد شاه پکتين او عليم ډار په خپل منځ کې په دې اړه خبرې وکړې او وروسته يې د شاهدالله کمال دا کړنه قصدي کړنه وبلله او له امله يې زمبابوې ته يوه منډه اضافي ورکړه.
د شاهدالله کمال د دې کړنې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې هم خپرې شوې دي، چې خلکو پرې بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړي دي.
Deliberate misfield from the Afghani player to make the newer batsmen take strike, didn’t think this was allowed no? #Cricket #AFGvZIM pic.twitter.com/fzHlOofALu
— GiraffePig (@ClarkeTom20) March 12, 2021
Afghanistan wanted to have a full crack at @BLESSINGMUZARA1 and perhaps that’s why to deny strike to @SRazaB24, Shahidi while fielding had one foot over the boundary. The umpires rightfully decided to give penalty for that deliberate effort by the fielder.
#AFGvZIM pic.twitter.com/nzVi8zC784— Satendra Singh, MD (@drsitu) March 12, 2021
د يادولو وړ ده چې په لومړۍ پاڼۍ کې شاهدالله کمال ته د توپوهنې موقع ورونه رسېده، خو د دې تر څنګ کپتان اصغر افغان هغه توپ اچونې ته هم رانه وست، چې په دې وروستيو کې يې يو اور ورکړ، چې له دې امله په اصغر افغان خلکو سختې نيوکې هم کړې دي.