خپلواک وېبپاڼه (۲۷ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ويسټ انډيز سره د لوبو لپاره نن سهار له کابل څخه د هند پر لور ولاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي دي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار له ويسټ انډيز سره د درې يو ورځنيو، درې شل اوريزو او يوې ټېسټ لوبې په موخه هندوستان ته ولاړل، چې دغه لوبلړۍ به د ياد هېواد د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د راتلونکې نومبر مياشتې له شپږمې د ډسمبر تر لومړس نېټې دوام وکړي.
افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي له لوبغاړو سره له تګ وړاندې ناسته هم وکړه او هغوی ته يې په خپله وينا کې وويل، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې غوره او ښې لوبې ترسره او هېواد ته يو ځل بيا برياوې راوړي.
د يادولو ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لوبې د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کېږي. دغه لوبو ته د ويسټ انډيز لوبډلې خپلې درې واړه لوبډلې د اکتوبر په ۱۵مه اعلان کړې وې، همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ بيا خپلې لوبډلې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه اعلان کړې.
خو افغانستان کرکټ بورډ يوازې د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبلړيو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړونه له رسنيو سره شريک کړل او د ټېسټ سيالۍ لپاره يې لا هم خپله لوبډله نه ده اعلان کړې، ښايي ټېسټ سيالۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ تر شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو وروسته اعلان شي.
په يوه ورځنۍ لوبډله کې راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، افسر ځاځى، اکرام علي خېل، مجيب الرحمان، نوين الحق، کريم جنت، شرف الدين اشرف، يمين احمدزى او اصغر افغان شامل دي.
همدا راز د شل اوريزې لوبډله کې راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځى، ابراهيم ځدراڼ، مجيب الرحمان، جاوېد احمدي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، ګلبدين نايب، فريد ملک، شرف الدين اشرف، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزى، نوين الحق او رحمان الله ګربز شامل دي.