هغه ځناور يا څاروي چې خلکو ساتلي وي، هغه يې د ساتونکو زړونو ته هم ډېر نږدې وي او دوى غواړي چې هر چېرته ځي، چې خپل څاروي يا ځناور هم له ځان سره بوځي.
د کورونا ويروس نړيوالې وبا پر مهال په ټوله نړۍ کې ډېرى داسې شرکتونه و، چې خپلو کارمندانو ته يې اجازه ورکړه چې له کورونو څخه د دفتر کارونه ترسره کړي.
ډېرى خلک داسې هم و، چې له کور څخه د دفتر يا شرکت کارونه کول ورته ډېر ستونزمن و، ځکه چې په کور کې د دفتر هغه ماحول يې نه درلود.
A cafe in Moscow created a co-working space for people with a bunch of rescued cats pic.twitter.com/aZk8APY37M
— Reuters (@Reuters) March 13, 2021
خو اوس د روسيې په پلازمېنه مسکو کې يوې کېفي د پيشوګانو د ساتنې له يوې ادارې سره په ګډه يو داسې ځاى جوړ کړى دى، چې خلک پکې خپل کارونه هم کوي او پيشوګان هم پکې ګرځي.
دې ځاى ته د (کيټ بيورو) نوم ورکړل شوى دى، چې ورتلونکو کسانو نه د يو ساعت په بدل کې ٧ ډالر اخلي او تر څنګ يې ورته واى فاى، کافي او چاى هم ورکوي، چې شاوخوا يې پيشوګانې هم ګرځي.
د ځناورو د ساتنې ادارې مشر يکاترينا ديمترييوا وايي، چې په مسکو کې داسې هېڅ ځاى نه و، چېرته چې خلک د پيشوګانو په شتون کې خپل دفتري کارونه ترسره کړي نو په همدې موخه موږ دا پروژه په لار واچوله.
نوموړى وايي، دا يو داسې ځاى دى، چې ستاسې شاوخوا پيشوګان ګرځي، لوبې کوي او تاسې د پيشوګانو په شتون کې خپل دفتري کارونه هم ترسره کولاى شئ.