کورپاڼه / بېلا بېل / هغه مار چې قدرتي ايموجيانې پرې جوړې وې، پوهېږئ څومره ګران وپلورل شو؟
مار

هغه مار چې قدرتي ايموجيانې پرې جوړې وې، پوهېږئ څومره ګران وپلورل شو؟

په امريکا کې هغه مار چې په پوستکي يې د خندا ايموجيانې جوړې وې، په ډېره ګرانه بيه وپلورل شو، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې هم د خلکو پام خپل کړى و.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د مار د نوم اورېدو سره ډېر خلک په ويره اخته کېږي، خو په نړۍ کې داسې خلک هم شته، چې هغه نه يوازې د خطرناکو مارانو د ساتلو شوق لري، بلکې د دې د نسل زياتېدو لپاره کار هم کوي.

همداسې يو کس د امريکا په جارجيا ايالت کې هم ژوند کوي، چې له ٢٠٠٣ کال راهيسې د مارانو ساتنه او پالنه کوي، نوموړى يو ځانګړى د سپين رنګ مار لري، چې هغه رالوى کړى دى او د دې مار ځانګړتيا دا ده، چې په قدرتي ډول يې په پوستکي باندې د خندا ايموجيانې جوړې شوې دي.

د کيسټن کوبيلکا په نوم دغه سړي د دې مار ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې هم خپره کړې وه، چې د خلکو له خوا په ټولنيزو رسنيو کې د دې مار ويډيو ډېره خوښه او لاس په لاس شوه.

تازه د دې مار په اړه په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې دا مار يو کس په لوړه بيه اخيستى دى، دا مار په ٦ زره امريکايي ډالرو باندې د مارانو يو شوقي اخيستى دى.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Justin Kobylka (JKR) (@jkobylka)

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …