کورپاڼه / خبرونه / سين ويليمس زمبابوې له سترې ماتې وژغورله، زمبابوې ٨ منډې مخکېوالى ترلاسه کړ
زمبابوې لوبډله

سين ويليمس زمبابوې له سترې ماتې وژغورله، زمبابوې ٨ منډې مخکېوالى ترلاسه کړ

په لومړۍ پاڼۍ کې د فالو ان ښکار کېدو وروسته د زمبابوې لپاره کپتان سين ويليمس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د خپلې سليزې په مټ يې زمبابوې هم د پاڼۍ له ماتې څخه وژغورله.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دويمې ټېسټ لوبې د څلورمې ورځې تر پاى پورې زمبابوې په دويمه پاڼۍ کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٦ منډې وکړې، چې ٨ منډې مخکېوالى يې ترلاسه کړ.

په دويمه پاڼۍ کې سين ويليمس تراوسه پورې ١٠٦ ناسوځېدلې منډې کړې دي او همدا راز ډونالډ ټريپانو ٦٣ ناسوځېدلې منډې کړې دي، چې د دواړو ملګرتيا زمبابوې ته ډېره ګټه ورسوله.

سبا به د پنځمې ورځې لوبه هم ياد لوبغاړي پيل کړي او زمبابوې به افغان لوبډلې ته هدف ټاکي. که چېرته افغانستان په دې ونه توانېده چې پاتې درې لوبغاړي ژر وسوځوي او لوبه بې پايلې پاى ته لاړه شي، نو افغانستان به لوبلړۍ کې ماتې وخوري.

په دويمه پاڼۍ کې راشد خان زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، د جاوېد احمدي او سيد احمد شېرزاد په برخه هم ١-١ ويکټ ورسېده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …