کورپاڼه / روغتيا / که چېرته ماشوم پر وخت تشخیص شي؛ له ډېرو ناروغیو څخه ژغورل کېږي

که چېرته ماشوم پر وخت تشخیص شي؛ له ډېرو ناروغیو څخه ژغورل کېږي

د ماشومانو د زېږون پر وخت که چېرته په مناسب وخت کې د ماشوم تشخیص وشي، نو له ډېرو ناروغیو څخه ژغورل کېږي، روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې میرمنې باید د امیندوارۍ پرمهال د معایناتو لپاره ډاکتر لاړې شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د والدینو لپاره اړینه ده چې د خپلو ماشومانو ټیسټ یا معاینه وکړي، ترڅو په راتلوونکې کې له ناروغیو څخه وژغورل شي.

زموږ په هیواد او ټولنه کې ډېری ودونه په کورنیو کې ترسره کېږي، چې په دې اړه روغتیایي کارپوهان په نظر دی چې د یو چا یاهم د نږدو خپلوانو کې د ناروغیو د شتون په سبب ماشوم په ذهني او بدني ناروغیو اخته کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د امیندوارۍ پرمهال امیندوارې میرمنې باید ځان معاینه یا ټیسټ کړي، که چېرته یې په کورنۍ کې کوم شخص په رواني یا بدني ناروغۍ اخته وي، نو وړاندې له واده دې جینونه ټیسټ یا معاینه کړي.

ډاکتران وایي، که چېرته د نوي زېږېدلي ماشوم پر وخت تشخیص وشي، نو درملنه یې کیدلي شي او له ارثي ناروغیو څخه ژغورل ممکن کېږي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …